پېنډۍ 25 اګست (اے پي پي) سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ وئيلي دي چې افغانستان زمونږ ورور او ګاونډې هېواد دے٬ د بلېم ګېم په ځائ د شريك دښمن په ضد د باور په بنياد كوټلې مرسته ضروري ده٬ د زيان رسوونكو قوتونو لخوا تخليق كړې شوې منفي ذهنيت لرې ك??لو لپاره ميډيا كليدي كردار ادا كولې شي۔ سرلښكر دا خبرې د جمعې په ورځ د افغان ميډيا پلاوي سره وكړې۔ د آئي اېس پي آر له مخې د افغان خبريالانو 9 كسيزه پلاوي د جي اېچ كيو دوره وكړه او سر لښكر سره ئې تعارفي غونډه وكړه۔ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ ووئيل چې پاكستان د ټول رنګ او نسل ترهه ګرو په ضد د فرق نه غېر كاروائۍ كړې دي٬ اوس پاكستان كښې دننه د ترهه ګرو يو هم محفوظ پټ ځائ نشته او د دې عزم پخلې شوې چې د پاكستان خاوره به د افغانستان په ضد كار??لو له ورنه كړې شي۔ ده ووئيل په پاك افغان پوله سرحدي انتظام لپاره د پاكستان په پلو تار لګول او نوې پوله ايزې پوستې جوړولې ك??ږي۔ د افغان خبريالانو پلاوي د سر لښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ په قېمتي وخت ورك??لو او په ښه خبرو ك??لو مننه وكړه ۔ افغان پلاوي اعتراف وكړو چې په يو بل پوهېدو لپاره د دې نوعيت دورې به ډېرې ګټورې وګرځي او په ??قا??قو آډانه مثبت ذهنيت سره به هېواد ته ځو۔ ?? افغان خبريالانو دا پلاوي د آئي اېس پي آر په مرسته د پاكستان په 6 ورځنۍ دوره دے