واشنګټن 04 اکتوبر (اے پي پي)د امريكې خارجه وزير رېکس ټېلرسن وئيلي دي د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ پا??ستان كښې سياسي استحكام غواړو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ واشنګټن كښې د پا??ستان خپل همڅنګ خواجه آصف سره د ملاقات نه پس ميډيا سره په خبرو كښې وكړې۔ د دې نه وړاندې د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف او رېكس ټېلرسن ترمېنځه د ملاقات په مهال په دوه اړخ??زه اړيكو ٬ افغانستان او د منطقې په صورتحال خبرې اترې وشوې۔ په دې موقع امريكا كښې د پا??ستان سفير اعزاز چوهد??ي او د پا??ستان سفارت دوهم چيف آف مشن هم موجود وٶ۔ د دې نه پس د امريكې خارجه وزير رېكس ټېلرسن ميډيا سره په خبرو كښې ووئيل د پاکستان او امریکې اړيكې ډېرې مهمې دي٬ امريكا پا??ستان كښې سياسي استحكام غواړي ٬ منطقه كښې پائيدار امن او استحكام لپاره پا??ستان مهم كردار لوبوي۔۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په بېلا بېلو څ??نګ?? كښې مستحكمې اړيكې لري۔ د امريكې خارجه وزير ووئيل مونږ د شمالي كوريا په معامله اسلامي هېوادونو سره د مرستې خوښي لرو۔ د پا??ستان او امريكې د اړيكو د پوښتنې په ځواب رېكس ټېلرسن ووئيل د دواړو هېوادونو اړيكې يوازې د افغانستان په نتاظر كښې نه دي٬ مونږ سره شريكې اړيكې مستحكم كولو لپاره دا مهمه موقع ده۔ خارجه وزير ټېلرسن ووئيل پا??ستان ته پېښې ګڼ شمېر ستونزې د دواړو هېوادونو شريكې دي٬ په دې مسئلو قابو موندلو لپاره مونږ له په هره څ??نګ?? كښې لا كار كولو ته اړتيا ده