كوئټه 12 نومبر (اے پي پي) د اېسوسي اېټډ پرېس اف پاكستان ﴿اے پي پي﴾ منېجنګ ډائرېكټر مسعود ملك وئيلي دي چې په بلوچستان او په خاص توګه په لرې پرتو سيمو ك??ې د پرمختيائي چارو جامع كورېج لپاره به په كوئټه كښې د اے پي پي بيورو د نوي معيار له مخې جوړولې شي۔ د اتوار په ورځ د كوئټه بيورو د دفتر دورې په مهال عملې ته په خپله وېنا كښې ده ووئيل چې عمله دې د صوبې ريښتنې حال په ډاګه كو??و لپاره په وخت او درست خبرونه باوري كړي۔ ده عملې ته ووئيل چې هغوي دې په بلوچستان كښې د ترهګرې لعنت ختمولو لپاره هڅې هم په ډاګه كړي۔ ده د ډي آئي جي حامد شكيل كورنۍ سهر غمرازي وكړه كو?? چې د زيارت په ورځ په ځانمرګي بريد كښې شهيد شوے و۔ مسعود ملك په كوئټه كښې د اے پي پي د بيورو د بېلا بېلو څانګو دوره هم وكړه۔ په دې مهال هغه ته د بيورو د ستونزو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ده د ملازمينو انفرادي ستونزې واورېدې او باور ئې وركړو چې د ملازمينو جائز ستونزې به زر حل كړې شي۔ ده په كوئټه كښې د اے پي پي بيورو په كار كښې لا بهترې او د دې ښه والي لپاره د اقداماتو احكامات جاري كړل كو??ه چې د پاك چين اقتصادي لارې ﴿سي پېك﴾ په اړه د پرمختيائي چارو په ډاګه كو??و ك??ې مهم كردار ترسره كو??٬ د كو??ې د لارې به چې د صوبې قسمت بدل شي ځكه چې د اربونو روپو د سي پېك پرمختيائي پروژې سره به ځائي خلقو لپاره د روزګار موقعې پېدا شي۔ د اے پي پي اېم ډي٬ ډائرېكټر كوارډينېشن سره يو ځائ د كوئټه بيورو د دورې كو??و نه پس د كوئټه پرېس كلب پلاوي سره غېر رسمي ملاقات ه?? وكړو او پلاوي سره ئې مېډيا ته په ورپېښو چېلنجونو خبرې وكړې۔ ده باور وركړو چې اے پي پي به په صوبه كښې خپل قدرمنو صارفينو ته په تندې سره د نيوز سروس لړې روانه ساتي۔