اسلام آباد 23 جنوری (اے پی پی) د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ ټول هېواد كښې د ټول ډسکوز لا??ن او ټیکنیکل نقصاناتو ټول تفصیلات غوښتلېو سره وئيلي راروانه غونډه ??ښې د دې معاملې تفصیلی جاج اخستلې شي۔ د پارلمان د پبلك اکاؤنټس کمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د پی اے سی چیئرمېن سیّد خورشید ??حم?? شاہ په مشرۍ كښې وشوه په غونډه ??ښې د کمېټۍ غړو سناتور اعظم سواتی، مشاهد حسېن سیّد، ډاکټر عذرا فضل، چوهدری پرویز الٰهی، سیّد نوید قمر، شاهدہ اختر علی پشمولو نورو غړو او د اړوند سرکاری ادارو چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه ??ښې د اوبو وسائ??و وزارت ، پاور ډویژن 17-2016 آډټ اعتراضات جاج واخستلې شو۔ د پی اے سی په غوښتنه د نيپرا چیئرمېن طارق سدوزئی د برېښنا د بيل تقسیم کار کمپنیو لا??ن لا??ز په اړه تفصیلات وړاندې كړل۔ د پی اے سی چیئرمېن سیّد خورشید ??حم?? شاہ ووئيل د برېښنا د یونټو تناسب سره تر ټولو زيات لا??ن لا??ز لیسکو كښې دې خو بلوچستان، سندھ او خېبر پښتونخوا كښې 12 ساعته اوسط لوډ شیډنګ كېږي۔ د نيپرا چیئرمېن ووئيل لوډ شیډنګ د نقصاناتو او ریکوری تناسب له مخې د فارمولې ترمخه كېږي، بلوچستان كښې 12 نه تر 16 ساعته لوډ شیډنګ كېږي۔ سیّد نوید قمر ووئيل په داسې صورتحال كښې دا وئيلي سم نه دي چې هېواد كښې لوډشيډنګ نه كېږي۔ سیّد خورشید ??حم?? شاہ ووئيل د پی اے سی يوه خاص غونډه ??ښې دې د ډسکوز یونټ وائز نقصانات و??ود??ې شي ، كه بلوچستان كښې ډسټری بیوشن نیټ ورك نشته نو د دې ذمه وار څوك دې۔ د پی اے سی غړو په دې خبره زور راوړو چې چې په كومو سيمو كښې څومره غلا كېږي هلته دې د هغې له مخې لوډشيډنګ وكړې شي۔ پی اے سی ټول هېواد كښې د ټول ډسکوز لا??ن او ټیکنیکل نقصاناتو ټول تفصیلات غوښتلو سره ووئيل راروانه اوونۍ كښې به په غونډه ??ښې د دې معاملې تفصیلی جاج اخستلې شي