اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾ د دفاع وزير انجينئر خرم دستګيرخان وئيلي دي چې امريكا په افغانستان كښې د خپلې 16 كل??ې ناكامې تور په پاكستان لګوي٬ د افغان پولې سره د تار لګولو يوه وجه په پاكستان پرله پسې تورونه لګول و٬ د پاكستان د كورنې سلامتيا ص??رتحال ډېر ښه شوے۔ په بېلجيم كښې د پاكستان د سفارت څخه ترلاسه شوې خبر پاڼې له مخې د دفاع وزير دا خبرې د بېلجيم قومي ??ي وي او رېډيو چېنل سره په خپله يوه مركه كښې كښې كړې دي۔ وي آر ټي دا مركه په خپله راډيو د خپرونو سره سره په وېب پاڼه د آرټيكل په شكل كښې خپره كړې۔ د دفاع وزير وئيلي دي چې مونږ به افغانستان سره په 2600 كل??ميټره پوله ازغن تار لګوو۔ پاكستان په 250 كل??ميټره پوله د تار لګولو كار ترسره كړے٬ مونږ سره چا په دې كښې مرسته نه ده كړې۔ ده ووئيل چې امريكا په افغانستان كښې د خپلې 16 كل??ې ناكامې تور په پاكستان لګوي٬ امريكې كهربونه ډالر خرڅ كړل٬ د زرګونو په شمېر عسكرو ځان قربان كړو او ډېر ژوبل شول خو اوس هم د افغانستان 45 فيصد سيمې د افغان دولت په كنټرول كښې نه دي۔ د امريكې او پاكستان اړيكو په اړه د يوې پ??ښت??ې په ځواب كښې ده ووئيل چې مونږ هيله لرو د اروپا خلق به زمونږ نظر امريكې ته ورسوي۔ ده ووئيل چې مونږ نظر لرو چې په افغانستان كښې جمهوري استحكام ډېر ضروري دے۔