اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي)د وفاقي كابينې غونډه د نهې پ?? ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې وشوه چې پ??ښې د بېلا بېلو لوظنامو او د تفاهم يادښتونو منظوري وركړې شوه۔ غونډه كښې د حكومت تاجكستان راډيو او د ټېلي ويژن كمېټۍ او د اطلاعات ٬خپرونو او د قامي ورثې وزارت پاكستان ترمېنځې مرستې لپاره د تفاهم په يادښت د لاسليك كولو منظوري وركړې شوه ۔ د غونډې پ?? مهال د پاكستان حكومت او د اومان سلطنت ترمېنځه د لېبر او ??رېننګ په اړه مرستې لپاره د تفاهم په يادښت د لاسليك منظوري وركړې شوه۔ د غونډې پ?? موقع د پاكستان قانون وزارت او د تيونس ?? انصاف وزارت ترمېنځه د جسټس اېډمنسټرېشن په اړه كښې شريكې مرستې لپاره په انتظاماتو ?? لاسليك منظوري وركړې شوه۔ غونډه كښې د مقدمه بازۍ د خرڅونو د اېكټ 2017 د نفاذ منظوري ٬ اېكټ به د مارچ وړومبې نېټې كال 2018 څخه نافذ العمل وي۔ غونډه كښې د ګني كروندګرو ته په پېښو ستونزو د تشويشن څرګندونې كولو سره صوبائي واكمنو ته امر وكړې شو چې ھغوي دې كروندګرو ته د شوګر ملونو څكه د رقم په وخت او د ټاكلې شوې بېعي ادائيګې لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي