اسلام آباد 15 مارچ (اے پي پي)د خزا??ې صلاحكار مفتاح اسماعيل وئېلي دي چې د پاكستان معاشي سباؤن ډېر روښانه دې٬د ا??ن او امان٬توان قلت او معاشي ستونزې په ډول په ډېرو مسئلو قابو موندلې شوې٬غوره معاشي انتظام سره به د هېواد معيشت لا زيات شي٬د راتلونكي كال لپاره مونږ نن ښه بجټ وړاندې كولو په پوزيشن كښې يو۔ده د زيارت په ورځ په قامي معيشت يو سېمينار ته خطاب كولو۔په سېمينار كښې كاروباري څانګې سره تړلې ګڼ شمېر شخصياتو ګډون كولو۔ده ووئيل چې د پاكستاني معيشت روښانه سباؤن غېر جانبدار تجزيه كار هم اعتراف كوي٬زمونږ د آبادۍ لويه برخه په ځوانانو مشتمل ده د كوم ورك فورس كښې ګډون سره قامي پېداوار زياتېږي۔ دوئي به د ښه معاشي انتظام سره په رامخې ته شويو مسئلو قابو موندلو سره د هېواد معيشت مخ په وړاندې بوځي۔ د خزا??ې صلاحكار ووئيل چې د راتلونكې مالي كال بجټ به د ا??رېل په 27مه نېټھ وړاندې كولې شي٬نن مونږ د څلورو كلونو په مقابله كښې د ښه بجټ وړاندې كولو په پوزيشن كښې يو۔پاكستان مسلم ليګ(ن) چې كله هم حكومت سنبهال كړې نو لوې چېلنجونه رامخې ته شوي٬افراط زر٬بجټ خساره زياته او ريونيو او شرح نمو كښې كمې وو٬د توان بحران وو او د ا??ن او امان خراب حالت وو٬زمونږ حكومت د خپل منشور له مخې پھ دې مسئلو قابو موندلې۔ده ووئيل چې د جي ډي پي شرح نمو بتدريج زياته شوې٬سږ كال دا 6 فيصده او راتلونكې كال كښې به 7 فيصد زيات شي٬د توان مسئله حل كړې شوې او نن لوډشېډنګ تقريبا ً ختم شوې دې٬يوازې په هغه سيمو كښې لوډشېډنګ كېږي چرته چې د ريكوري په شرح كښې كمې دې۔مفتاح اسماعيل ووئيل چې د پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې د ا??تهاخوښۍ او ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ادارو كاميابۍ ترلاسه كړې دي