اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) د آزاد کشمیر اولس مشر سردار مسعود خان ??ئيلي دي مقبوضه کشمیر ك??ې د ګورنر راج نه پس صورتحال لا اندېښمن او خراب شوے٬ د لټون عم??يا??و په بهانه په مېرمنو جنسي تېرې او تشدد كولې شي٬ حريت لارښود نظر بند كړې شوې٬ د جواز نه غېر ګرفتارۍ روانې دي٬ سي??سي بنديان ??ند او نوے ډيلي ته منتقل كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكست??ن خارجه سېكترې تهمینه جنجوعه سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په صدارتي كېمپ آفس اسلام آباد كښې اولس مشر سره ملاقات كړې۔ په دې موقع خارجه سېكترې ووئيل پاكستان د كشمير كشاله په نړيواله كچه پورته كوي او د كشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره به د دوي د هلو ځلو سي??سي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ مسعود خان ??وئيل د هندي ځواكونو لخوا د تشدد او جبر باوجود كشميريانو د آزادۍ خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ اولس مشر د خارجه دفتر د هلو ځلو هم ستائنه وكړه