اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) ددرې مېرمنو په شمول شپاړس كسيزه وفاقي كابينې د ګل په ورځ سوګند پورته كړو۔ او??س مشر ممنون حسېن په ايوان صدر كښې په ساده دستوره كښې د وفاقي كابينې د غړو نه سوګند واخستو۔ په دستوره كښې وزيراعظم عمران خان٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ دوهم سپيكر قا??م سوري٬ د سندھ نامزد ګورنر عمران اسماعيل٬ د پنجاب نامزد ګورنر چوهدري سرور٬ سياسي مشرانو٬ د پارلمان غړ?? او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په سوګند پورته كوونكو وفاقي وزيرانو كښې مخدوم ش??ه محمود قريشي﴿ د خارجه چارو﴾٬ پروېز خټك ﴿ د دفاع﴾٬ اسد عمر (د خزانې، رېونیو او اقتصادي چارو)، ډاکټر فهمیدہ مرزا (د بین الصوبائی رابطه)، شېخ رشید احمد (د رېلوے)، خالد مقبول صدیقي (د انفارمېشن ټېکنالوجې او مواصلاتو)، شفقت محمود (د وفاقي تعلیم ٬ وظيفه اي تربیې، قومی تاریخ او ادبی ورثه)، فواد احمد (د اطلاعات?? او خپرونو)، زبېدہ جلال (د دفاعی پېداوار)، غلام سرور خان (د پټرولیم او قدرتی وسيلو)، ډاکټر شېرين مزاری (د بشر?? حقونو)، نور الحق قا??ری (د مذهبي چار?? او د مذهبونو د همغږۍ)، چوهدری طارق بشیر چیمه (د ریاستون?? او سرحدي سيمو)، سناتور ډاکټر محمد فروغ نسیم (د قانون او انصاف)، عامر محمود کیاني (د قومی روغتيا، خدماتو، ریگولیشن او کوآرډینېشن) او خسرو بختیار شامل دي۔ محمد شهزاد ارباب د اسټېبلشمنټ، عبدالرزاق داؤد د کامرس، ټېکسټائل، صنعت و پیداوار او د سرمایه کارې، ډاکټر عشرت حسین د ادارہ جاتی اصلاحات?? او کفایت شعارې، امین اسلم د ماحولیاتي بدلون او ظهیر الدین بابر اعوان د پارليماني چارو د سلاكار په توګه وټاكل شو۔ د مېلمنو مېلمستيا چاي?? او بسكټ سره وكړې شو۔