اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي) د اسلام آباد ه??ئي کورټ دوهم جوډيشل رجسټرار د پخواني وز??راعظم محمد نواز شریف خوشې كولو لپاره د اډياله زندان سپرنټنډنټ ته پروانه جاري كړې۔ د شورو په ورځ د ه??ئي كورټ دوهم جوډيشل رجسټرار محمد عرفان خان د عدالتي امر په رڼا كښې د پخواني وز??راعظم محمد نواز شریف خوشې كولو لپاره د زندان اتنظاميې ته پروانه جاري كړې ده ۔ د مسلم لیګ( ن ) مركزي لارښود سناتور ډاکټر آصف کرماني د پروانې جارې كېدو تصديق كولو سره ووئيل چې ډاكټر طارق فضل ، بېرسټر ظفراللہ ، چوهدري تنویر او میاں جاوېد لطیف د محمد نواز شریف د خوشې كېدو پروانه د اسلام آباد ه??ئي كورټ نه ترلاسه كولو سره اډياله زندان لپاره روان شوې دي